امنیت

په خلم ولسوالۍ کې طالبان له ماتې سره مخامخ شول

کابل – باختر د وري دمياشتې ٨
وسله وال طالبان د بلخ ولايت په خلم ولسوالۍ کې له ماتې سره مخامخ شول.
تېره شپه يوې ډلې وسله والو طالبانو د کندز ولايت د چار درې ولسوالۍ له لوري د بلخ ولايت په خلم ولسوالۍ يرغليز بريد وکړ، خو د افغان امنيتي ځواکونو د مقاومت او د وګړني پاڅونونو له امله د سر د زيات زيان په زغملو سره له ساحې څخه وتښتيدل.
د بلخ ولايت امنيه قوماندان پاسوال سيدکمال سادات د باختر آژانس خبريال ته وويل: په دې بريدکې سربېره پردې چې طالبانو ته د سر دروند زيان واوښت؛ د دوى درې حاموي موټرونه، يوه زياته اندازه سپکې او درندې وسلې هم د بلخ دپوليسو لاس ته ورغلې دي.
د بلخ ولايت د خلکو استازي اسدالله شريفي چې په سيمه کې د حالت د څيړنې په مقصدله امنيتي ځواکونو سره ساحې ته ورغلى و؛ وويل: د بلخ ولايت خلک هيڅکله ياغيانو ته اجازه نه ورکوي چې په دغه ولايت کې په اړو دوړ لاس پورې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته