کابل/ د مرغومي ١٦مه/ باختر
د هېواد د سينما يو محبوب ممثل او هنرمند قادر فرخ د هغې ناروغۍ له امله چې ورپېښه شوې وه؛ وفات شو.
د باختر آژانس د خبرله مخې، د هېواد د سينما مشهور هرمند قادر فرخ تېره شپه په ١٠ بجو د هغې ناروغۍ له امله چې ور پېښه شوې وه؛ د ٧٥ کلنى په عمر د ترکيې په يو روغتون کې وفات شو.
هغه خپل ٥٠ کاله عمر د هېواد سينما او تياتر ته وقف کړ او دوه ځلې د ملي تياتر رييس و.
قادرفرخ په لومړني فلمونو او د تياتر په پارچوکې رول ولوباوه او د ستېژ سلطان لقب يې وګاټه.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د باختر آژانس مشرتابه د خپلې غمشريکۍ او ډاډګيرنې مراتب د ارواښاد کورنۍ، دوستانو، د سينما او تياتر هنرمندانو او د هېواد ټولو خلکو ته څرګندوي او د لوى خداى (ج) له دربار څخه ارواښاد ته د فردوس جنت او پاتي کسانو ته يې د جميل صبر هيله کوي.
پاى ذ
0 1 دقیقه لوستل