ټولنه

يوه قومي شخړه د جرګې له لارې حل شوه

چاريکار باختردليندۍ دمياشتې٤ نيټه  :
يوه قومي شخړه د پروان،کاپيسا او کوهدامن د مشرانو په منځګړيتوب نن په بګرام ولسوالۍ کې حل او فصل شوه او د شخړې اړوندو لورو له يو بل سره سوله او روغه جوړه وکړه.
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې:
دغه ستره جرګه د ملي سمون په چاروکې د جمهور رئيس د ځانګړي استازي  او په ولسي جرګه کې د پروان د خلکو د وکيل محمد الماس زاهد په نوښت او کوربه توب د پروان د والي محمدعاصم عاصم، د ولايتي شورا د رئيس غلام بهاالدين جيلاني، په مشرانوجرګه کې د پروان د خلکو د سناتورصالح محمد، فضل الدين عيار، عنايت الله نظري، عبدالستارمراد، په ولسي جرګه کې د کاپيسا د خلکو استازي  محمد اقبال صافي، په ولسي جرګه کې دکابل دخلکو داستازي محمد داوودکلکاني، د پروان او کاپيسا د ولايتي شورا ګانو د غړو، د دولتي ادارو د مسوولينو، ديني عالمانو، ځوانانو، سپين ږيږو او خبريالانو په ګډون د بګرام ولسوالۍ د رباط په عيدګاه جومات کې جوړه شوې وه .
محمدالماس زاهد په خپلو خبروکې وويل: دغه جرګه د پروان د ولايتي شورا  د غړي عبدالمجيب شورش او د حاجي محمدنذير د کورنيو ترمنځ د شخړې د حل او فصل کولو په مقصد جوړه شوې ده چې د شورش زوى په يوه پيښه کې شهيد شوى و .
ده وويل: د دغو دوو کورنيو ترمنځ پخوا کومه دښمني نه وه او موږ  وغوښتل چې د دغو دوو کورنيو ترمنځ دغه دښمني پاى ته ورسيږي.
په دې جرګه کې د پروان والي محمدعاصم عاصم وويل: بخښنه يو اسلامي اصل دى او سولې او روغې جوړې ته بلنه زموږ ديني وجيبه ده او موږ د خپلې دندې ترڅنګ مسووليت لرو چې خلک ښو لارو ته را وبولو.
انورخان اوريا خيل، محمدداوود کلکاني، د پروان د سولې د کميټې رئيس انجنير زلمى صبور، فريداحمدشفق، په مشرانو جرګه کې د پروان د خلکو سناتور صالح محمد لالاګل، ډاکتر احمد شاکر، د رباط د عيدګاه د جومات خطيب مولوي امان الله او په ولسي جرګه کې د کاپيسا د خلکو استازى محمداقبال صافي د دغې جرګې له نورو ويناوالو څخه وو چې هر يوه په ټولنه کې د سولې او روغې جوړې د ارزښت په باب خبرې وکړې او د خلکو ترمنځ د سولې د ټينګښت او د شخړو په حل کې د دغې شخړې حل يې ارزښتناک وباله.
دغه راز عبدالمجيب شورش، د دغې مهمې جرګې له منځګړو څخه د قدردانۍ په ترڅ کې وويل: موږ د الله (ج) د رضا او د مشرانو په منځګړيتوب دغه شخړه پاى ته ورسوله او موږ به له يوبل سره هيڅ راز دښمني ونکړو.
وروسته د شخړې دواړو لورو د جرګې د برخه والو په وړاندې ودريدل او يو بل يې په غيږکې ونيول.
په پاى کې عنايت الله نظري د جرګې پريکړه ليک برخه والو ته بيان کړ.
پاى ج ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته