کابل/ د لړم ٢٦مه/ باختر
پوليسو په بغلان کې ٥٠ کيلوګرامه نشه يي توکي کشف او ضبط کړل.
د بغلان د امنيې قوماندانۍ وياند احمد جاوېد بشارت باختر آژانس ته وويل: د دغه ولايت پوليسو ٤٠ کيلوګرامه ترياک او ١٠ کيلوګرامه چرس د بنو ولسوالۍ له مربوطاتو او پلخمري ښارته څېرمه د شمرق له امنيتي کمربند څخه کشف او ترلاسه کړل.
هغه زياته کړه: پوليسو په دې اړوند دوه کسان له يو سراچه ډوله کرولا موټر سره نيولي دي.
پاى ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ