کابلباختر د سنبلي١٦
پنځه تنه وسله وال طالبان تيره شپه دامنيتي ځواکونو له خوا په هلمند کې ووژل شول او درې تنه نور طالبان ټپيان شول .
د هلمند د والي ويندوى عمرځواک باخترآژانس ته وويل : دغه پيښه هغه وخت رامنځته شوه چې وسله والو طالبانو د نادعلي ولسوالۍ په تريخ ناور سيمه کې د پوليسو په پوستې بريد وکړ او جګړه ونښته چې له امله يې پنځه تنه وسله وال
طالبان ووژل شول او درې تنه نور يې ټپيان شول .
دځواک د څرګندونو له مخې ، ديو وژل شوي طالب مړى د نښتې په ډګر کې پاتې دي اوطالبان له سا حې څخه تښتيدلي دي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ