نړۍ

د داعش د ايزدي فرقې سل ښځې او نجونې په خپلو قوماندانو ويشلې دي

بغداد – باختر د وږي دمياشتې ١١
د داعش ډلې د ايزدي فرقې ١٠٠ تنه ښځې او نجونې د خپلو قوماندانانو ترمنځ ويشلې دي.
د سومريه نيوز د خبري شبکې د خبرله مخې: دغه ښځې او نجونې د نينوا ، صلاح الدين ، کرکوک، ديالي او د الانبار په ولايتونوکې د داعش د ځواکونو د قوماندانانو په واک کې دي.
د دغې خبري شبکې د خبرله مخې: د هرې ښځې او نجونې بيه له ٥٠٠ څخه تر ٧٥٠ ډالرو پورې ټاکل شوې ده، خو هغو قوماندانانو او ياغيانو ته چې له نورو هيوادونو څخه عراق ته راغلي دي؛ ځانګړى تخفيف په پام کې نيول شوى دى.
د عراق د يوې سيمه ييزې ادارې مسوول د سومريه نيوز له شبکې سره په خبروکې ويلي دي چې د دغو ښځو له جملې څخه شل تنه يې تلعفر، شل تنه بيجي، شل تنه حويجې او يوشمير نوريې سعديې او بوکمال ته ليږدول شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته