(PS)خبرونهTOP(PS)(PS)روغتیا

قطر د افغانستان له ۸۹ روغتیایي مرکزونو سره مرسته کوي

۲۸- کابل، د غوایي ۲۰مه، باختر

د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان له ۸۹ روغتیایي مرکزونود مرستې خبر ورکړی دی.

د دغه سازمان له لوري پرون په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د قطر له پرمختیايي صندوق سره یې د افغانستان په یوولسو محرومو ولایتونو کې د اړینو روغتیايي خدمتونو د ملاتړ لپاره یو قرارداد لاسلیک کړی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د قطر د پرمختیايي صندوق پیسې به پر اساسي روغتیايي خدمتونو، د ماشومانو د زېږون پرخدمونو او د روغتیايي وسایلو پر وېش ولګول شي.

د سرچینې په وینا، د دوی او د قطر د پرمختیايي صندوق موخه  په افغانستان کې د ۸۹ روغتیايي مرکزونو له لارې د ناروغیو او مړینې د کچې کمول دي.

\ ذ

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا