کابل باخترد جوزا دمياشتې ١ :
د دوو ټولګټو پروژوکار د نړيوال بانک په مرسته د نوي زرو امريکايي ډالرو په لګښت په سمنګانو ولايت کې پيل شو.
دسمنګانو ولايت دکليو دبياجوړولو او پراختيا رييس انجينر محمدآصف دولت شاهي باخترآژانس ته وويل: دغه پروژې چې دکليوز دبيا جوړولو او پراختيا وزارت د ساحوي پرمختيا د پروګرام له لارې تطبيقيږي؛ د يواستنادي ديوال جوړول دى چې ددغه ولايت د حضرت سلطان په ولسوالۍ کې موقعيت لري.
دده دڅرگندونوله مخې: ددغې پروژې دکار د بشپړيدو په صورت کې درې سوه جريبه ځمکه او دخلکو د استوګنې يوشميرکورونه دسيلاونو له خطر څخه خوندي کيږي .
ده وويل: دويمه پروژه د يو زرو شپږسوه لسو مترو په اوږدوالى د يو سړک جوړول دى چې د سمنګانو دمرکز آغاتکه دکلي په غرني سيمه کې جوړيږي چې ددغې پروژې په بشپړيدو سره د ترانسپورتي له پلوه د آغاتکه او د شاوخوا کليو د اته سوه کورنيو ستونزې لرې کيږي .
0 1 دقیقه لوستل