روغتیا

۲۳۹ تنه پر کرونا ویروس اخته شول

کابل د چنګاښ ١٦ مه باختر
په تېروڅلورویشتوساعتو کې په هېواد کې پر کرونا ویروس ۳۴ اخته کسان مړه شوي او ۲۳۹ نوې پېښې ثبتې شوې دي.
د باخترآژانس خبریال د خبرله مخې، د عامې روغتیا وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي چې په تېروڅلور ویشتو ساعتو کې د کرونا ویروس ۶۶۸ آزموینې ترسره شوې چې له دې جملې څخه ۲۳۹ مثبتې پېښې ثبتې شوې دي.
په اعلامیه کې ویل شوي چې په هېواد کې  په تېرو څلور ویشتوساعتو کې پر کرونا ویروس ۳۴ اخته کسان مړه شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر۳۳ زره ۱۹۰ ته رسېدلی او تر اوسه پورې ۲۰ زره ۱۰۳ تنه روغ شوي دي.
ختم ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته