امنیت

په کابل کې د يوې چاودنې له امله يو شمير کسان ټپيان شول .

کابل باختر دغبرګولي  اته ويشتمه :
دعامې روغتيا وزارت يو خبرځاى وايي: دهغې چاودنې له امله چې څو شيبې مخکې دکابل ښار د شپږمې ناحيې په مربوطاتوکې وشوه؛ تراوسه پورې شپږ تنه ټپيان روغتونونو ته ليږدول شوي دي .
  ډاکتر سيدکبير اميري باخترآژانس ته وويل چې څلور تنه ټپيان د استقلال روغتون ته او دوه تنه نور دعلي سينا خصوصي روغتون ته ليږدول شوي دي .
  ويل کيږي چې دغه چاودنه دکابل ښار دشپږمې ناحيې دپل سرخ په ساحه کې د بشر دحقوقو د کميسيون  دفتر ته څېرمه  شوې ده .
ځينو خبرځايونو په دې پيښه کې د دريو تنو وژل کيدل تاييد کړي دي .
  ددغې پيښې جزئيات وروسته خبريږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته
WP RSS Plugin on WordPress