سیاست

د هېواد اجرائيه رئيس دامريکا دمتحده ايالاتو د کانګرس له استازوسره وکتل

کابل باختر دزمري د مياشتې ١٦ :
افغانستان او امريکا خپلو هر اړخيزو همکاريو ته دوام ورکوي.
د افغانستان د اسلامي جمهوريت اجرائيه رئيس ډاکتر عبدالله عبدالله نن سهار په سپيدار ماڼۍ کې د خپل کار په دفترکې د ميرمن نانسي پلوسي په مشرۍ د امريکا د متحده ايالاتو د کانګرس له اته کسيز هيئت سره وکتل او خبرې يې ورسره وکړې.
د اجرائيه رياست د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د هېواد اجرائيه رئيس افغانستان ته د ميرمن پلوسي او د هغې د ملګري هيئت سفر ته ښه راغلاست ووايه او له افغانستان او د ملي وحدت له حکومت سره  د امريکا د متحده ايالاتو د کانګرس د هر اړخيز او پراخ ملاتړ له امله يې قدردانې وکړه.
اجرائيه رئيس د خپلو خبرو په دوام زياته کړه: د افغانستان بنسټيز بدلونونه  ستاسو  او د امريکا د متحده ايالاتو د حکومت او خلکو د هر اړخيز ملاتړ زيږنده دي .
اجرائيه رئيس دغه راز زياته کړه: دملي وحدت حکومت د امريکا د پوځونو د شتون د تمديد او له تروريزم سره مبارزه کې دغو ځواکونو ته د زياتو واکونو  د ورکولو په باب د جمهور رئيس اوباما وروستى تصميم ستايي.
د افغانستان حکومت  له ګډو ګواښونو او له نړيوال تروريزم سره په مبارزه کې  د جګړې په لومړۍ کرښه کې دى او هيله لري چې د دواړو هېوادونو ترمنځ هر اړخيزې همکارۍ په اوسني پړاوکې لا زيات ټينګښت او پراختيا ومومي.
اجرائيه رئيس په هېوادکې د وروستيو سياسي اونظامي بدلونونو او اصلاحاتو بشپړ تصوير وړاندې کړ او په اصلاحاتو او د وروستيو برياليتوبونو په ساتنې   د هېواد په ژمنې باندې ټينګاروکړ.
وروسته ميرمن پلوسي د هيئت په استازيتوب خبرې وکړې او د افغانستان د حکومت د هر کلي له امله د منننې په څرګندولو سره يې، د ملي وحدت په حکومت کې پرمختګونه له هيلو ډک وبلل او په اوسني پړاوکې د کانګرس د هيئت سفر يې افغانستان او د دغه هېواد قضيو ته د کانګرس د پاملرنې او دوستۍ څرګندوى وباله.
دغه راز په دې کتنه کې د هيئت غړو هم خبرې وکړې او خپلې نظريې او پوښتنې يې په جلاجلا ډول طرحه کړې. دوى دملي وحدت له  حکومت او د دغه حکومت له برياليتوبونو سره د بشپړ ملاتړ په اعلامولو سره د امنيت ، ښې حکومتوالۍ، له فسادسره دمبارزې، د ملي وحدت د حکومت د برياليتوبونو، د افغانستان د وسله وال پوځ د ځواکمنۍ، په خپلو پښو د دريدو، پارلماني او د ولسواليو د شوراګانو د انتخاباتو او په حکومت کې د ښځو د شتون او رول په برخوکې خپلې پوښتنې طرحه کړې.
د هېواد اجرائيه رئيس په خپلو خبروکې په تفصيل سره  د کانګرس د غړو پوښتنو  او انديښنو ته ځواب ووايه اوپه دغو برخوکې يې د حکومت برياليتوبونه او پروګرامونه په ګوته کړل.
د کانګرس غړو د دغو پرمختګونو او برياليتوبونو په هرکلي سره ژمنه وکړه چې   له پخوا زيات له تروريزم سره په مبارزه او په پاى  کې په دغه  هېوادکې دسولې او ثبات د لا زيات ټينګښت په لاره کې د افغانستان او د دغه  هېواد د وسله وال پوځ ملاتړ کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته