ټولنه

په هلمند کې له بې ځايه شويو کسانو سره دمرستې دسروې کار دوام لري .

کابل باختر د لړم  نهمه :
په هلمند ولايت کې  دبيړنيو حالاتو کميټې  په بې ځايه شويو کسانو دمرستې  دويش  دشفافيت په خاطر  سروې  پيل کړې ده .
  دهلمند دوالي وياند عمر ځواک دباختراژانس خبريال ته وويل چې تراوسه پورې  دناامنيو له امله  يو زرو دوه سوه تنه  بې ځايه شوي کسان  ددغې ادارې له خوا پيژندل شوي دي  او په دې برخه کې کار دوام لري .
دهلمند والي  حيات الله حيات په يوه غونډه کې  اړوندو ادارو ته لارښوونه وکړه چې  بې ځايه شوي کسان  دې  په سمه توګه وپيژني  او دمرستې د توکو په ويش کې دې  دشفافيت اصل  په پام کې ونيسي .
  ويل کيږي  چې تراوسه پورې  دمرستندويو موسسو له خوا  له دوه سوه  بې ځايه شويو کورنيو سره  دخوراکي توکو  او دلګښتي مالونو  مرسته شوې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته