نړۍ

دعراق دکردستان کورواکه سيمه تيل صادروي

بغداد اسوشتدپرس   باختردجوزا دمياشتې ٢ :
د عراق د  کردستان کورواکه سيمه دترکيې دجيحان  دبندر له لارې نړيوالو بازارونوته داوومه تيلو په صادرولو پيل کړى دى .
داسوشتدپرس  دخبري آژانس دخبرله مخې :
دترکيې  دانرژۍ وزير پرون وويل ،  نړيوالو بازارونو ته دجيحان له بندر څخه
دعراق  دشمال د تيلو ليږدول  پيل شوي دي  او د يومليون  بيرلو تيلو  بارول
پيل شوي دي .
دتيلو دصادرولو لپاره  د کردستان اقدام  دعراق دمرکزي دولت داعتراضونو
پرخلاف ترسره کيږي.
په ٢٠٠٣ ميلادي کال کې  په عراق  دامريکا دبريد له  وخت څخه کردان او مرکزې
دولت  په دې مسله کې  په شخړه کې و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته