خبرونهفرهنګTOP

لا هم په افغانستان کې ایدیالوژیکه او تبلیغاتي جګړه دوام لري

کابل، د لېندۍ ۱۵مه، باختر

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو مرستیال قاري محمد یونس راشد جوزجان ته د سفر په ترڅ کې په هغه سيمينار کې، چې د ځوانانو د روښانه راتلونکي لپاره د فرصتونو تر نامه لاندې جوړ شوى و ګډون وکړ.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ قاري محمد یونس راشد دغه سیمینار ته د وینا پرمهال وویل، چې په افغانستان کې فزیکي جګړه پای ته رسېدلې، خو فکري او تبلیغاتي جګړه لا هم دوام لري او اوس هغه وخت رارسېدلى چې فکري او تبليغاتي جګړې ته د پاي ټکى کېښودل شي.

نوموړي زیاته کړه، چې اسلامي امارت د ځوانانو لپاره د تعلیمي پروګرامونو او کاري فرصتونو د رامنځته کولو لپاره پلانونه لري، چې په راتلونکي کال کې به پلي شي، ځکه ځوانان د یوې ټولنې اساسي ستنې دي، باید ورته جدي پاملرنه وشي.

هغه د ځوانانو فکري خلاقيت او له پرمختللې ټکنالوژۍ څخه په استفادې ټينګار وکړ او وویل، چې ځوانان بايد په پرلپسې هلوځلو او له عصري ټکنالوژۍ څخه په استفادې سره د فکر نوې کرښې جوړې کړي.

په دغه سیمینار کې ځوانانو ته موقع ورکړل شوه، چې خپلې هیلې، ستونزې، اړتیاوې او وړاندیزونه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو له معینیت سره شریکې کړي.

لمر

 

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا