(PS)سیاست(PS)خبرونه(PS)اقتصادTOP(PS)(PS)ټولنه

لرې پرتو سیمو ته د مخابراتي چوپړتیاوو رسولو په موخه له خصوصي شرکتونو سره د کابو ۴۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت تړونونه لاسلیک شول

کابل، د غبرګولي ۱۴مه، باختر

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست مولوي نجیب‌ الله حقاني په شتون کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت او خصوصي مخابراتي شرکتونو ترمنځ د ۳۶۵میلیونه افغانیو په ارزښت په لرې پرتو سیمو کې د مخابراتي خدمتونو رسولو تړونونه لاسلیک شول.

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال د یادو تړونونو د لاسلیک کېدو پر مهال وویل چې اسلامي امارت د ملت خدمت د ځان مسؤلیت ګڼي او په ټول توان هڅه کوي، چې هېوادوالو ته د ژوند د نورو برخو ترڅنګ په ښه او لوړ کیفیت مخابراتي خدمتونه هم وړاندې کړي.

نوموړي زیاته کړه، چې اسلامي امارت په افغانستان کې د پانګونې لپاره ښه زمینه برابره کړې او د ټولو هغو ملي سوداګرو او پانګوالو له هڅو قدرداني کوي، چې د هېواد د اقتصادي ودې په موخه پانګونه کوي.

د دغو تړونونو له مخې به افغان بیسیم او ام ‌ټي‌ان مخابراتي شرکتونه د کندهار، نورستان، بدخشان، ارزګان، زابل، کنړ، ننګرهار او کابل ولایتونو کې د ۳۳ سایټونو د جوړېدو له لارې په هغو لرې پرتو سیمو کې، چې خلک مخابراتي خدمتونو ته لاسرسی نه لري؛ مخابراتي خدمتونه وړاندې کړي.

افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا