امنیت

د فراه په امنيتي ادارو کې د نويو کسانو ګومارل

کابل/باختر/ د وږي٢٤ مه
د فراه ولايت امنيتي بنسټونو ته نوي مسوولين وګومارل شول.
د جمهوري رياست د فرمان له مخې، جنرال عبدالصمد شمس د فراه ولايت د ملي امنيت رييس او جنرال فضل احمد سروري د دغه ولايت امنيه قوماندان ټاکل شوي دي.
پخواني امنيتي مسوولين په فراه کې د نا امنيو له زياتوالي وروسته له دندو څخه ګوښه کړاى شول.
د باختر آژانس د خبرله مخې، د کورنيو چارو او دفاع وزارتونو معينانو د فراه ولايت نوي امنيتي مسوولين معرفي کړل او په کار يې پيل وکړ.
د فراه خلک تمه لري چې نوي ټاکل شوي کسان په زيات کار سره دوى ته پوره امنيت تامين کړي.
جمهوري رياست په يو بل اقدام کې مسعود بختور د فراه ولايت مرستيال ټاکلې دى. حکومت د نويو کسانو په ګومارلو سره غواړي په فراه کې ولايت امنيت تامين او حکومتوالۍ پياوړې کړي.
ختم- ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته