امنیت

په قندهارکې درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل – باختر د لړم دمياشتې ١٩
د قندهار ولايت په ارغستان ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د جګړې په بهيرکې درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
د قندهار د والي وياند صميم خپلواک د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغو وسله والو طالبانو پرون د ارغستان ولسوالۍ د دره وام په سيمه کې له امنيتي ځواکونو سره جګړه وکړه چې له امله يې درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
خبرځاى وويل: دجګړې په بهيرکې امنيتي ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى او د طالبانو يوه اندازه جنګي وسايل هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته