امنیت

دکورنيو چارو وزارت او د ملي امنيت د لوى رياست ويندويان : امنيتي ځواکونو په لسو دقيقو کې پنځه تنه ځانمرګې بريد کوونکي ووژل .

کابل – باختر آژانس دمرغومې اوويشتمه :
دملي امنيت د لوى رياست ويندوى شفيق الله طاهري او دکورنيو چارو وزارت ونيدوى صديق صديقي په يو ګډ خبري کنفرانس کې وويل: په هغه ځانمرګې بريد کې چې نن غرمه دکابل ښار د صدرات په څلور لارې کې وشو، دملي امنيت يو سرتيرى شهيد او اوولس تنه ملکي وګړي ټپيان شول.
د باختر آژانس د خبريال دخبرله مخې: د دغو دوو امنيتي مرکزونو ويندويانو وويل: شپږوتنو ځانمرګو بريدکوونکو په دوه ټونس ډوله موټرونوکې اوبلن چاوديوونکي توکې ځاى پرځاى کړي و چې يوه يې د صدرات په واټ کې وچول شو او ورپسې پنځو تنو نوروځانمرګو بريدکوونکو چې په ځان مرګو واسکټونو او سپکو وسلو او تجهيزاتو سمبال وو؛ له امنيتي ځواکونو سره په جګړې لاس پورې کړ.
طاهري وويل چې امنيتي ځواکونو په لسو دقيقو کې ځانمرګي بريدکوونکي له پښو وغورځول.
دده د څرګندونو له مخې: اوبلن ډوله چاوديدونکي توکي چې په دغو وسايطوکې ځاى پرځاى شوى و؛ په خپل ډول کې نوي وو او د پيژندلو لپاره يې تحقيقات او څيړنې پيل شوې دي .
ده دغه راز څرګنده کړه چې د دواړو موټر دچاوديدونکي توکي له ساعت سره عيار شوي وو. د دويم موټر د چاودنې لپاره يواځې درې دقيقې پاتې وې چې د انجينيرى دبرخې منسوبينو د چاودنې مخه يې ونيوله.
دکورنيو چارو وزارت ويندوى صديقي په لسو دقيقوکې د ځانمرګو بريد کوونکو دبريد شنډول د امنيتي ځواکونو وړتياوباله او وې ويل: د امنيتي ځواکونو دغه عمل د افغانستان ملت ته يو ډاډ دى چې بچيانو يې وکولاى شول خطرناک بريد کوونکي تروريستان په لسو دقيقو کې له منځه يوسي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته