سیاست

دهرات ولايت جيل ته استول شوي هيئت خپل رپوټ جمهوررييس ته وړاندې کړ

کابل باختر دتلې دمياشتې  ٢١ :
دکورنيو چارو وزارت  هغه هيئت  چې په دې وروستيو وختو کې  دهرات دجيل دحالت  دڅيړنې په مقصد  دغه ولايت ته استول شوي وو ، نن يې خپل کاري رپوټ   دهېواد جمهوررييس ته په داسې حال کې وړاندې  کړ چې دکورنيو چارو وزارت ، لوى څاروالۍ ،  دملي امنيت دلوى رياست او دسيمه ييزو ارګانونو مسوولين حاضر وو .
د جمهوري رياست  مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ :
دغه هيئت  په دې ترڅ  کې  چې دهرات دجيل دبنديانو دحالت په باب  جمهور رييس ته  رپوټ وړاندې کړ دهرات ولايت دجيل او بنديانو  دحالت دښه والي په اړوند يې  يولړ پيشنهادونه و ړاندې کړل .
جمهوررييس احمدزي ددغه رپوټ له اوريدو وروسته  په دې باندې په ټينګار سره   چې له جيل څخه بهر  دبنديانو  غير قانوني اړيکې بايد وشلولې شي  وويل :  اجازه ورنکړو  چې دهېواد جيلونه  دجنايي  او تروريستي فعاليتونو په مرکزونو بدل شي .ډاکتر اشرف غني احمدزي څرګنده کړه  چې نه يوازې دهرات دجيل دحالت
په باب  بلکې  دهيواد له ټولو  جيلونو سره به  اړيکې ونيول شي اوپه دې اړوند يې  مربوطو مراجعو ته لازمې لارښوونې وکړې .
دهېواد جمهوررييس يوځل بيا ټينګار وکړ او ويې ويل  هغه کسان چې  زموږ امنيتي  ځواکونه يې شهيدان کړي دي  دهيواد ملي امنيت ته ګواښ بلل کيږي
او دبخښنې وړ نه دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته