سیاست

د بهرنيو چارو وزارت معين د سويډن له پارلماني هيئت سره وکتل

کابل باختر دغبرګولي دمياشتې  ٢ :
د بهرنيو چارو وزارت د اداري او منابعو معين ډاکتر نصيراحمد انديشه پرون د سويډن د پارلمان له هيئت او په کابل کې د دغه هېواد له سفيرسره وکتل.
  د بهرنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :
لومړى ډاکتر انديشه د افغانستان او سويډن ترمنځ د دوستانه اړيکو په باب خبرې وکړې او له افغانستان سره يې د دغه هېواد د ګټورو همکاريو له امله مننه وکړه.
په دې کتنه کې دواړو لورو په ګاونډيو هېوادونوکې د ميشتو افغان مهاجرينو او دهغو مهاجرينو د حالت په باب خبرې وکړې چې په تيرو دووکلونوکې يې اروپايي هېوادونو ته مهاجرت کړى دى.
د بهرنيو چارو وزارت د اداري او منابعو معين د افغانانو د هغو وروستيو مهاجرتونو په باب چې د نا مناسب امنيتي حالت له امله له هېواد څخه بهر ته کيږي، خبرې وکړې او څرګنده يې کړه چې د افغانستان دولت د افغان مهاجرينو د ستونزو د حل کولو  په لاره کې له کوربه هېوادونو سره همکار دى او دغه راز  په داوطلبانه ډول د هغوى د راستنيدو ملاتړ کوي او د مهاجرينو د منلو او راستنولو د حق په لاره کې له بشري قوانينو او نړيوالو کنوانسيونونو سره د کوربه هېوادونو د پابندۍ غوښتنه کوي.
وروسته په سويډن کې د پارلمان غړې او د هيئت رئيسې ميرمن ماريا سويډن ته د ٢٠١٥ کال مهاجرتونو ته په اشارې سره چې د سوريې، عراق او دافغانستان له هېوادونوڅخه ګڼ شمېر مهاجرين پکې شامليږي، خبرې وکړې او ويې ويل    چې د دغو مهاجرتونو په پام کې نيولوسره د خلکو او د دغه هېواد امنيتي حالت مهم دى. خو ژمنه يې وکړه چې د سويډن دولت هڅه او هاند کوي ترڅو بشري قوانينو او نړيوالو کنوانسيونونو ته د دغه هېواد د پابندۍ په پام کې نيولوسره د مهاجرينو له ثبت او راجستر وروسته د هغو په منلو او يا ردولو اقدام وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته