کابل باختر د ثور څليرويشتمه :
دزابل ولايت په يوه ګڼ ميشته سيمه کې ديوې چاودنې دترسره کولو لپاره دطالبانو طرحه ناکامه شوه .
امنيتي موظفينو نن سهار داوو بجو په شاوخوا کې دزابل ولايت دمرکز قلات ښار دميزان اډې په نامه ساحه کې يو ماين کشف او شنډ کړ .
دزابل ولايت دمرکز قلات ښار يوه امنيتي مسوول دباختراژانس خبريال ته وويل :طالبانو غوښتل چې ددغه ماين په ښخولو سره ملکي وګړو ته يوه مرګانۍ پيښه رامنځته کړي .
ده وويل چې دغه ماين دزابل ولايت په يوه ګڼ ميشته سيمه د ميزان اډې په ساحه کې ځاى پرځاى شوى و چې دامنيتي موظفينو له خوا دسيمې دخلکو په همکارۍ نن سهار کشف او شنډ کړى شو .
دغه امنيتي مسوول وسله وال طالبان ددغه ناکام بمي بريد مسوول وبلل او ويې ويل چې ددغې پيښې دعاملينو دپيژندنې او نيولو لپاره پلټنې پيل شوي دي .
طالبان زياتره په افغانستان کې په ګن ميشتو لارو اوساحو کې دماينونو اوبمونو په ښخولو لاس پورې کوي هغه اقدام چې زياتره ملکي وګړي قرباني کوي
2 1 دقیقه لوستل