اقتصاد

دملي تدارکاتو کمېسیون د ۳.۷ میلیاردو افغانیو په ارزښت د سړک، روغتیا او برښنا ۱۱ تړونونه منظور کړل

کا بل باختر د تلې اوولسمه :
دافغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون  غونډه تير ماښام په ارګ کې د یو شمېر  کورنیو او بهرنیو څارونکو په ګډون جوړه شوه.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
د ملي تدارکاتو کمېسیون په دې غونډه  کې د بېلابېلو تدارکاتي ادارو پر یو شمېر پروژو له بشپړ بحث وروسته د ۳.۷ میلیاردو افغانیو په ارزښت دغه  ۱۱ لویې پراختیایي پروژې منظورې شوې:
– د کابل ښار اړوند د خیر خانې  د سړکونو جوړول او پخول، د نجارانو قلعه له څلور لارې  څخه تر تایمني پورې، له سرای شمالي څخه دلومړي برخې تر ګولایي پورې، دلومړي برخې له ګولایي څخه تر نجارانو قلعه پورې او له نجارانو قلعه څخه تر خشت هوختیف پورې  
– د غزني ولایت اړوند د قره باغ ــ جاغوريو لومړۍ برخې دسړک د جوړولو قرارداد
– د کابل ــ لوګر د دوهم لین د سړک د جوړولو د قرارداد ورکړه
– د دایکنډي ولایت له رباط څخه تر میر امور ولسوالۍ پورې د سړک د جوړولو قرارداد
– له شبرغان تر سرپل پورې د سړک د جوړولو قرارداد
– په پنجشېر ولایت کې د ۱۰۰ بستریز روغتون دجوړولو قرارداد
– د کابل ښار اړوند د پنځو روغتونونو لپاره (وزیر محمد اکبر خان، ابن سینا، دماشوم دروغتيا، د خیر خانې او جمهوریت ۱۰۲ بستر) د عاجلو شعبو او جدي مراقبتونو د اړتیا وړ  درملو قرارداد
– د کابل برېښنا ریاست د برېښنا د ۱۲۳ قلمه تجهیزاتو د تدارک قرارداد
– د پروان ولایت اړوند پشته سرخ څخه تر غوربند ولسوالۍ پورې د برېښنا د سب اسټېشن د ۱۲ قلمه تجهیزاتو د تدارک قرارداد
– د کورنیو چارو وزارت اړوند د پنځو قلمو غیر البسوي لګښتي توکو د تدارک قرارداد
– او د ملي دفاع وزارت اړوند د پنځه عراده اور وژونکو موټرو د تدارک قرارداد.
سربېره پردې د ملي تدارکاتو کمېسیون د ملي اردو د یونیفورم د ګنډلو د قرارداد د وخت تمدید او دانرژۍ او اوبو وزارت اړوند له عادي څراغونو څخه کم مصرفه ځراغونو ته د تبدیلي د پروژې د آفر د ارزونې  د اجازې غوښتنلیک تائید کړ، مګر د ۲۰۱سېلاب قول اردو د صحرایي تحکیماتي ۱۶ قلمه موادو د قرارداد د فسخې په اړه د ملي دفاع وزارت اړوند وړاندیز یې  د تخنیکي ستونزې د له منځه وړلو په غرض بېرته ور وګرځاوه.
د ملي تدارکاتو کمېسیون په دې ناسته کې د کمېسیون پر رئیس او غړیو سربېره د کورنیو او بهرنیو څارونکو په ګډون د ولسي جرګې د مالي او بودجې کمېسیونونو، سيګار، سېستیکا غوڅ ملاتړ او د افغانستان د روڼتیا څار ادارې برخه اخستې وه.#  پاى-ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته