امنیت

دکابل جلال اباد دلويې لارې دامنيت دتامينولو لپاره عمليات پيل شول .

کابل باختر د مرغومي نولسمه:
  دکابل جلال اباد دلويې لارې دامنيت دتامينولو لپاره  پرون  د ٢٠١ سيلاب قول اردو له خوا  عمليات پيل شول .
   په  ننګرهار کې  د ٢٠١ سيلاب قول اردو  مطبوعاتي مسوول  دباختراژانس  سيمه ئيز خبريال ته وويل چې دغه عمليات  دکابل جلال اباد دلويې لارې دامنيت دتامينولو او د ډار اچوونکو له شتون څخه  ددغې لويې لارې دشاوخوا سيمو  دپاکولو په مقصد  پيل شوي دي  .  چې دپلچرخي  له تنګي  څخه دجلال اباد ښار  تر نږدې  ساحو پورې  تر پوښښ لاندې نيسي .
ده وويل چې تراوسه پورې  يوشمير کلي لټول شوي  او يوه زياته اندازه  جنګي وسايل او مهمات دسروبي ولسوالۍ  له مربوطاتو څخه  ترلاسه شوي دي .
  ختم- ف _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته