امنیت

د جمهوررئیس غني په مشرۍ د ملي امنیت شورا غونده جوړه شوه

کابلباختر دکب د مياشتې٢٣مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ تير ماښام په ارګ کې د ملي امنیت شورا غونډه جوړه او د یو شمېر ولایتونو امنیتي وضعیت په کې وارزول شو.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس خبرورکړ.
په دې غونډه کې د امنیتي او دفاعي سکتور مشرتابه هم حضور درلود چې په پيل کې د وسله‌ والو ځواکونو ټولو شهیدانو په تېره بیا د وروستیو پېښو شهیدانو ته دعا وشوه او ټپیانو او د هغوی کورنیو ته په رسیدګۍ ټینګار وشو.
امنیتي او دفاعي مسوولانو په فراه، فاریاب، کندز، روزګان او غزني ولایتونو کې د امنیتي تدبیرنو د نیولو په اړه راپور ورکړ او ډاډ یې څرګند کړ چې امنیتي او دفاعي ځواکونه په خپل ټول توان د دښمن د ځپلو او د هغوی د شومو پلانونو د شنډ کولو لپاره بشپړ چمتوالی لري.
دملي امنیت شورا پرېکړه وکړه چې په دغو ولایتونو کې د دښمن د نابودلو په خاطر باید د پراخو عملیاتو پلان ونیول شي او پوځي ځواکونه دې تر پخوا لا زیات پياوړي شي.
غونډې په غزني ولایت کې د رامنځته شوې شخړې د حل په موخه د سترامنیتي معین جنرال مرادعلي مراد په مشرۍ د لېږل شوي پلاوي کار مثبت وارزاوه او د هغه قدرداني یې وکړه او پرېکړه وشوه چې دغه پلاوی دې خپل مفصل راپور ملي امنیت شورا ته وسپاري.
په پای کې تروریزم سره په مبارزه کې د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو قربانۍ، زړورتیاوې او هڅې وستایل شوې. پاى- ع 

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته