روغتیا

دعامه ساتنې ملي تصدى :دکابل دروغتونونو دامنيت دتامينولو اړتياوې بشپړې شوې دي .

کابل/ دغبرګولې ١٤مه / باختر :
دعامې روغتيا وزارت  دعامه ساتنې ملي تصدى دکابل دروغتونونودامنيت دتامينولو او داړتياو دسنجولو بهير بشپړ کړى دى .
دباختراژانس دخبرله مخې، دعامې روغتيا وزارت دروغتيايي خدمتونو دوړاندې کولو معين ډاکټر وحيد مجروح  دکورنيو چارو وزارت  دعامه ساتنې  دملي تصدي  له  لوى رييس  جنرال خوشحال سادات سره په غونډه کې ددوى له همکاريو څخه دمننې په ترڅ کې  دکابل  دروغتونونو دامنيت دتامينولو دڅيړنې اوداړتيا دسنجولو نتيجې وکتلې  اودعامې روغتيا وزارت  ملاحظات يې  دعامه ساتنې له ملي تصدي   سره  شريک کړل .
ددغه پلان پربنسټ  چې دتاييد او هغه ته دمادي منابعو دغوښتنې لپاره  دجمهوري رياست مقام ته  پيشنهادېږي  دکابل  په ټولو روغتونونوکې به دروغتيايي پرسونل فزيکي امنيت تامين شي .
ديادونې وړ ده چې له بده مرغه  په دې وروستيو وختو کې دپايوازانو له خوا په روغتونونوکې دروغتيايي پرسونل  دګواښولو ، سپکاوي او دوهلو او ډبولو پېښې  زياتې شوي دي .اوپه وروستى مورد کې پرون  دکابل په لويديځ کې  دمحمد علي جناح دکويد – ١٩  دروغتون  شپږ تنه پرسونل چې دروغتون سرطبيب ، ډاکټرانو ، روغتيا پالان او خدماتي کارکوونکي پکې شامل دي ديو ناروغ دپايوازانو له خوا ووهل شول اووډبول شول .
دروغتيايي پرسونل ساتنه اوخونديتوب دعامې روغتيا وزارت له مهمو لومړيتوبونو څخه دى . او له دې پرته به  دکويد – ١٩ په روغتونونوکې دروغتيايي خدمتونو دوړاندې کولو بهير سخت اغيزمن شي .
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته