کابل باختر دغبرګولې اتمه :
په هلمند ولايت کې دوسله والوطالبانو په سنګرونو د پوځيانو خونړي هوايي بريدونه دوام لري .
په نويو بريدونوکې د دغې ډلې د يو سيمه ييز قوماندان په ګډون شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
په دغوطالبانو تېره شپه کله چې د لښکرګاه ښار ته څېرمه په خپل پټنځي کې دبمونوپه جوړولو بوخت و، بريد وشو.
ديوبل خبرله مخې: پوځيانو دوسله والوطالبانو د جنګي وسايلو د دوو ډيپوګانو په کشفولو بريالي شول.
دغه ډيپوګانې دلښکرګاه ښار ته څېرمه او په خانشين ولسوالۍ کې کشف شوه؛ يوشمير سپکې او درندې وسلې ترلاسه شوې دي.
ديوبل خبرله مخې: پوځيانو په هلمندولايت کې د يولړ چاودنو لپاره دطالبانو طرحه ناکامه کړه .
امنيتي مامورينو نن سهار دلښکرګاه ښار په شاوخوا سيمو او په ډيشو ولسوالۍ کې څلور ماينونه کشف اوشنډکړل.
د را رسيدلو خبرونوله مخې: دغه ماينونه د وسله والو طالبانوله خوا په ګڼ ميشتو لارو کې ښخ کړاى شوي وو.
ختم _ ج _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل