سیاست

يوه ميرمن په فارياب کې ولسواله شوه

 ميمنه_باختر د چنګاښ د مياشتې٢٩ مه
يوه ميرمن د فارياب ولايت د خان چهارباغ د ولسوالې په توګه وټاکله شوه.
ميرمن تاج يماق دحقوقو او سياسي علومو په څانګه کې لوړې زده کړې لري او په څو اداروکې يې په کار کولو سره په مديريت کې کافي تجربه لري.
دا د فارياب د يوې نا امنې سيمې د چارو واګي په لاس کې نيسي، هغه ولسوالۍ چې له نورو سيموڅخه د پرمختګ او پرمختيا له کاروان څخه يو څه وروسته پاتې ده.
ميرمن تاج يماق باختر آژانس ته وويل چې هلې ځلې به وکړي ترڅو د خلکو د همکارۍ له جلبولو وروسته د خان چهارباغ ولسوالۍ خلکو ته امنيت او پرمختګ راوړي.
دا دويمه ميرمنه ده چې د هېواد په شمال لويديځ کې د ولسوالې په توګه ګومارل کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته