امنیت

په ايبکو ښار کې د نننۍ ځانمرګي بريد نوى جزئيات .

کابل باختر د چنګاښ څليرويشتمه

 په سمنګانو ولايت کې  نن سهار دځانمرګي بريد له امله دافغانستان دپارلمان دغړى احمد خان سمنګاني په ګډون شل تنه ووژل شول او څه دپاسه سل تنه نور ټپيان شول .

  په دې پيښه کې چې په ايبکو ښارکې دواده دمراسمو په بهيرکې  رامنځته  شو  دپوليسو د شمال لويديځ زون  قوماندان جنرال سيد احمد سامع او څو تنه نور  سيمه ئيز مسوولين هم وژل شوي دي .

 په خبرونوکې ويل شوي دي چې يوه ځانمرګي بريد کوونکي په ايبکو ښارکې دقصر الماس  هوټل د دروازې په خوله کې  په هغه ځاي کې  چې دولسي جرګي دغړى احمد خان سمنګاني  دلور دواده مراسم پکي پر ځاى شوي وو وچاوه .

 دسمنګانو ولايت  يوه امنيتي مسوول  باختر اژانس ته وويل چې په دې  پيښه کې دڅو تنو ولسوالانو او سيمه ئيزو مسوولينو په ګډون احمد خان سمنګاني ، دده وراره او دپوليسو دشمال لويديځ زون قوماندان وژل شوي دي .

 ده وويل چې په دې پيښه کې  شل  تنه وژل شوي او يو سلو شل تنه نور ټپيان شوي دي .

 په همدي حال کې دايبکو ښار دروغتون ډاکتران وايي چې يو  سلو دري ويشت تنه ټپيان ددرملنې  لپاره دغه روغتون ته ليږدول شوي  دي چې  دڅه ناڅه ديرشو تنو روغتيايي حالت خراب دي .

 درارسيدلو خبرونو له مخې دپيښې په  ساحه کې حالت  همدا اوس  بحراني دي او لاتراوسه پورې  هم روغتيايي  ټيمونه ددغه ځانمرګي بريد دقربانيانو دمړو په ليږدونې بوخت دي .

 ددغي  پيښې  جزئيات وروسته خپريږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته