امنیت

دطالبانو يو پوځي مسوول دقهرجنو کسانو له خوا ووژل شو.

کابل باختر دزمري  يوولسمه :
په هرات ولايت کې قهرجنو کسانو دطالبانو دډلې يو قوماندان چې دپوليسو ديوه افسر دترور عامل بلل کيده وواژه او په بازار کې يې په دار وځړاوه .
دطالبانو دډلې  دغه قوماندان لومړي دپوليسو يو افسر په ډبرو سره وواژه او په پاى کې دغه قوماندان ددغه پوځي دپنځلس کلن زوى او دسيمې د خلکو له خوا ووژل شو .
کليوالو ددغه وژل شوي وسله وال طالب مړي  داوبې ولسوالۍ په چوک کې په دار وځړاوه .
درارسيدلو خبرونوله مخې: قهرجنو کسانو لومړى دطالبانو د ډلې دغه قوماندان په ډبرو او کوتکو سره ټپي کړ او بيا وواژه .
هغوى خبر دارى ورکړى دى چې له دې وروسته به دامنيتي ځواکونو له قاتلانو سره دغه شان چلند وکړي .
دهرات ولايت امنيه قوماندان  جنرال شير اقا الکوزي له باختراژانس سره  په اړيکه کې دغه پيښه تاييد کړه او ويې ويل  چې په  اوبې ولسوالۍ کې دطالبانو پوځي  مسوول ملا خادم دپوليسو ديوه افسر له وژلو وروسته ددغه پوځي دپنځلس کلن زوى او کليوالو له خوا ونيول شو او له زياتې ځورونې وروسته ووژل شو او په پاى کې په دار وځړول شو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته