امنیت

درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول اوڅلور تنه نور ټپيان شول

کابل باختر د ثور  يوويشتمه :
درې تنه وسله وال طالبان تيره شپه په بغلان ولايت کې ووژل شول او څلور تنه نور ټپيان شول .
وسله والو طالبانو دمرکزي  بغلان په ولسوالۍ کې دپوليسو په پوستو بريدونه وکړل  چې له امله يې درې تنه ووژل شول او څلور تنه نور ټپيان شول .
دبغلان ولايت دامن او عامه نظم دکنډک قوماندان سمونوال برهان الدين زاهد دباختراژانس خبريال ته وويل چې وسله والو طالبانو دمرکزي بغلان دښار ګوټي دنيولوپه مقصد پراخ بريد وکړ چې دامنيتي ځواکونو له سخت مقاومت  سره مخامخ شول او دسر دزيان په زغملو سره په شاتګ  ته اړ شول .
زاهد زياته کړه چې دغه طالبان اوس ددغې ولسوالۍ دانګور باغ او دذکرخيلو ساحو کې ځاى پرځاى شوي او دخپلو سنګرونو په ټينګښت بوخت دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته