امنیت

ديارلس تنه ډار اچوونکي ووژل شول .

کابل باختر د وري  اته ويشتمه :
ديارلس تنه  ډار اچوونکي په غور ولايت کې  د يولړ هوايي بريدونو په نتيجه کې  ووژل شول .
  په دغو وسله والو  طالبانو نن له غرمې مخکې  د فيروز کوه ښار ته څېرمه او د دولينې په  ولسوالۍ کې بريدونه وشول .
د هېواد په لويديځ کې د ملي اردو يو قوماندان باختراژانس ته وويل  چې په دې هوايي بريدونوکې ديارلس تنه ډار اچوونکي ووژل شول .
ده وويل  دغه بريدونه د هېواد د هوايي ځواکونو له خوا  ترسره شوي دي.
سرچينه زياتوي چې په دغو بريدونو کې د وسله والو طالبانو څو مرکزونه هم  دړې وړې شوي دي . ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته