کابل / باختر د تلې دمياشتې ٧ :
د پوليسو يو سرتيرى د ناپيژاندو وسله والو کسانو له خوا په بلخ ولايت کې ترور شو.
د بلخ ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر عبدالرزاق قادري دباختر آژانس خبريال ته وويل : دپوليسو دغه سرتيرى په مارمول کمپ کې دپوليسو په روزنيز مرکز کې په زده کړې بوخت و او کله چې نن سهار دمزارشريف ښار په څلورمه ناحيه کې له خپل کور څخه د پوليسو روزنيز مرکز ته روان و ، دناپيژاندو وسله والو کسانو له خوا شهيد کړاى شو .
د بلخ ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند شيرجان درانى وايي : دا په داسې حال
کې ده چې دوه مياشتې مخکې په يوه ښځينه پوليسې لومړۍ دناپيژاندو وسله والو کسانو له خوا جنسي تيرى وشو او بيا ووژله شوه.
1 1 دقیقه لوستل