امنیت

لس تنه وسله وال پاکستاني طالبان ووژل شول

سيمه ييز مقامات وايي لس تنه وسله وال پاکستاني طالبان ووژل شول

 د٢٠١ سيلا ب قول اردو مطبوعاتي مسئول د باختر اطلاعاتي اژانس ته وويل: افغان او ايساف ځواکونو تيره شپه په کونړ ولايت کې په ګډو عملياتو کې لس تنه وسله وال پاکستاني طالبان وژلي دي.

خبرځاى  زياته کړه وسله وال پاکستاني طالبان دسرکاڼو اوخاص کونړ د ولسواليو د مايه او شونګري دسيمو دغرو په لوړو څوکو کې ځاى پرځاى شوي وو چې د ايتلاف ځواکونو له خوايې  بريد ورباندې وشو اووژل شول .

ده وويل دغه سيمې دپاکستاني طالبانو له شتون څخه پاکي شوي او په پام کې ده چې په دغو سيمو کې دسرحدي پو ليسو پو ستي جوړى شي

داپه داسې حال کې ده چې پرون هم د افغان او بهرنيو ځواکونو په ګډو عملياتو کې په کونړ کې اته ووسله وال طالبان ووژل شول او اته تنه نور يې ټپيان شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته