امنیت

په ننګرهارکې له۴۵۶ بېځايه شويوکورنيوسره مرسته وشوه

کابل باختردتلې دمياشتې٣٠نيټه  :
په ننګرهار ولايت کې له۴۵۶ بېځايه شويوکورنيو سره د خوراکي توکو او لګښتي مالونو مرسته وشوه.
د مهاجرينو د راستنولو چارو وزارت باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د ننګرهار ولايت د خوګياڼيو ولسوالۍ له  ۴۵۶ بېځايه شويو کورنيو سره د تېرې جمعې او شنبې په ورځوکې د يو شمېر مرستندويو ادارو او د ننګر هار ولايت د دمهاجرينو د راستنولو چارو رياست په همکارۍ د خوراکي توکو او لګښتي مالونو مرسته وشوه.
د غه راز له ۳۰۰ بېځايه شويو کورنيو سره د تلې د مياشتې په ۲۸مه د کږې په بازارکې د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې، سرې مياشتې او د کليو د بيا جوړولو او پراختيا رياست له خوا د خوراکي توکو او لګښتي مالونو مرسته  وشوه.
همدا رنګه د ناروې د کډوالو ادارې ( NRC ) او د خوړو د نړيوال سازمان (WFP) له خوا پرون په ۱۵۶کورنيو د خوراکي توکو او د کور د وسايلو مرسته ووېشل شوه. #
پاى_ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته