سیاست

د اجرائيه ریاست ویاند: د پرونۍ پیښې سرنخ د حکومت لاسته ورغلی دی

کابل_باختر د کب د مياشتې١٩مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د اجرائيه ریاست ویاند ډاکټر مجیب الرحمن رحیمي نن په یوې خبري ناسته کې د شهید سردار محمد داوود خان په روغتون پرونى برید په کلکه وغانده او هغه یې له افغان امنیتي ځواکونو سره په مخامخه جګړه کې د وسله والو د ماتې لامل وباله.
د اجراييه رياست د وياند دفترباختر آژانس ته خبر ورکړ:
د اجرائيه رياست ویاند د ځانمرګو پر وړاندې د افغان ځواکونو مقابله او کړنې وستایلې او د افغان امنیتي ځواکونو ترڅنګ یې د حکومت د مشرانو په ځانګړي ډول د اجرئيه رئيس ملاتړ یې له هغوی سره د حکومت د مشرانو غمشریکي یاده کړه.
ده همدارنګه وویل، چې د دې پېښې د عاملانو په سزا رسولو کې د حکومت رهبري جدي ده.
د رحیمي په وینا، سره له دې چې له دې وړاندې پېښې په پاکستان کې طرحه شوې وې؛ خو د یادې پېښې سرنخ هم افغان حکومت ته په لاس ورغلی او د څېړنو له بشپړېدو وروسته به ټول جزیات له خلکو سره شریک کړي.
ډاکټر رحیمي دغه راز له ترهګرۍ څخه د ملاتړ له امله پر پاکستان نیوکې وکړې او ویې ویل: له بده مرغه پاکستان، سره له دې چې د نړیوالو ټولنې تر فشارونو لاندې دی؛ تر اوسه یې د افغانستان غوښتنې ته چې له ترهګرۍ د ملاتړ پای ته رسول دي، مثبت ځواب نه دی ویلى.
د هغه په وینا، د دروازو تړل او پر کډوالو د فشارونو زیاتول حل لاره نه ده، بلکې ښه دا ده، چې د ترهګرو ډلو له ملاتړڅخه لاس واخیستل شي، ځکه هغوی چې ترهګر یې وروزل اوس درنه بیه پرې کوي.
د اجرائيه ریاست ویاند مجیب الرحمن رحیمي، د تېرې ورځې د برید په اړه د یوشمېر پخوانیو امنیتي چارواکو له غبرګون څخه په نیوکې وویل، چې د ښاغلي کرزي د حکومت په خلاف اوس له دوست او دښمن نه ښکاره تعریف شتون لري، ترهګرۍ ناراضي ورونه نه ګڼل کېږي او امنیتي ځواکونه بشپړ صلاحیت لري چې څو دښمن په هر ځای کې چې وي، له منځه یوسي.
هغه زیاته کړه، چې د امنیتي مسوولانو استعفا د اوسنۍ ستونزې د حل لاره نه ده، بلکې هغه څه دي چې دښمن یې غواړي.
د اجرائيه رياست ویاند، په داسې حال کې چې ځانمرګي بریدونه یې د افغانستان لپاره سترې ننګونې یادې کړې، وویل، چې د دې بریدونو مهارول د سیمه ییزو او نړیوالو هېوادونو په کچه هم ستونزمن دي؛ خو له دې سره سره افغان امنیتي ادارو له نړیوالې ټولنې سره په همکارۍ هڅه کوي، چې د دغه شان بریدونو مخه ونيسي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته