
کابل باختر د زمري اتمه :
نهه تنه پوځيان او يوملکي وګړى پرون په کاپيسا کې له طالبانو سره په نښته کې شهيدان شول .
دکاپيسا دامنيې قوماندانۍ داوپراسيون آمر سمونوال امان الله دباختراژانس خبريال ته وويل چې طالبانو دکاپيسا ولايت دتګاب ولسوالۍ دفيروزه ګانو ، شيرخيلو او دقلعه صالح په سيمو بريد وکړ چې له امله يې دملي پوليسو څلور تنه ،دوګړني پاڅون کوونکو څلور تنه اويوتن دسيمې ملکي وګړى شهيدان شول . خبرځاى زياته کړه چې دغه راز په دغې نښته کې اته تنه سيمه ئيز پوليس او څلور ملکي وګړي ټپيان شول .
ختم_ سعيده _ اکرم