امنیت

د واورې ښوئيدنې له امله څلور تنه ووژل شول

کابل باختر دسلواغي شپاړلسمه :
دفراه ولايت د جوين ولسوالۍ په سرحدي سيمه کې پرون د واورې د اورښت او واورې ښوئيدنې له امله څلور تنه ووژل شول.
د فراه ولايت امنيه قوماندان جاويدکارګر باخترآژانس ته وويل: سرحدي ځواکونو د يوه سړي مړى ترلاسه کړى دى او ددريو تنو نورو مړي تراوسه پورې نه دي پيدا شوي.
ده وويل: سرحدي ځواکونه هلې ځلې کوي چې د نورو بې درکه  شويوکسانو مړي له واورې څخه وباسي.
ديوبل خبر له مخې: د فراه ولايت په جوين ولسوالۍ کې د استوګنې يو ويشت کورونه د واورې ښوئيدنې له امله ويجاړ شوي دي او په دې پيښه کې درې تنه ماشومان وژل شوي دي.
دفراه ولايت امنيه قوماندان جاويدکارګر باخترآژانس ته وويل: په دې ولسوالۍ کې د واورې ښوئيدنې له امله درې تنه ماشومان وژل شوي او يوبل ماشوم ټپي شوى دى او زيانمن شوي کسان مناسب ځاى ته ليږدول شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته