اقتصاد

په هرات کې دملخانو ديرغل له امله دغنمو کروندو ته زيان واوښت .

-کابل باختر دثور شپاړلسمه :
دهرات ولايت په ځينو ولسواليو کې دغنمو په کروندو دملخانو د يرغل له امله  دغنمو زياترو حاصلاتو ته تاوان اوښتى دى .
دهرات ولايت دکرنې او اوبو لګولو ادارې له خوا دوړاندې شوي  رپوټ له مخې، ملخانو په وروستيو ورځو کې په ځينو کروندو يرغل کړى دى له همدې امله دهرات ولايت دکرنې او اوبو لګولو درياست له خوا دغنمو په کروندو کې دملخانوپرخلاف  دمجادلې طرحه پيل شوه .
دهرات ولايت دکرنې او اوبو لګولو دادارې رييس فقير احمد بيانګر  دانجيل ولسوالۍ دخواجه شهاب او شورابک په کليو کې دشتو کروندو په کتنه کې وويل چې دانجيل ، ګذرې ، پښتون زرغون اوګلران په ولسواليو کې دملخانو ديرغل  نښې نښانې تر سترګو شوي دي .
له بلې خوا دهرات ولايت دکرنې  او اوبو لګولو رياست دکرنيزو  چارو آمر بشير احمد احمدي دباختراژانس خبريال ته وويل چې په انجيل ولسوالۍ کې داويا هکتاره للمي ځمکې په سلو کې  اتيا محصولات زيانمن شوي دي .
دهرات ولايت دکرنې او اوبو لګولو او دکوچيانو دچارو درياستونو مسوولينو په يوه خبرپاڼه کې دلرې پرتو کليو له ټولو اوسيدونکو څخه غوښتنه کړې ده چې په کروندو کې دملخانو دليدلو په وخت کې دې په خپل وخت دمجادلې لپاره دکرنې اواوبو لګولو رياست مسوولينو ته خبر ورکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته