سیاست

جمهور رئیس غني د ویډیو کنفرانس له لارې له والیانو او د هېواد له امنیتي او دفاعي مسوولینو سره خبرې وکړې

کابل_باختر_ د غبرګولي د مياشتې ٢٥ مه:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني پرون له غرمې مخکې د جمهوري ریاست د ارګ د توحید له ملي مرکزڅخه د ویډیوکنفرانس له لارې له یو شمېر والیانو او د هېواد له امنیتي او دفاعي مسوولینو سره خبرې وکړې.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې ویډیویي کنفرانس د ملي امنیت سلاکار محمدحنیف اتمر، د ملي دفاع وزارت سرپرست محمدمعصوم ستانکزي، د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي، د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې رئیس غلام جیلاني پوپل، د ملي امنیت عمومي رئیس رحمت الله نبیل، د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین ستر پاسوال محمدایوب سالنګي، د پروان او سرپل د ولایتونو والیانوهم ګډون درلود.
لومړی د چارو د ادارې لوی رئیس عبدالسلام رحیمي د کابل ولایت د امنیې قوماندانۍ او د ملي پولیسو د ځانګړې قطعې د لسو تنو د ستاینې په هکله د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس حکم  ولوست.
جمهور رئیس په وزیراکبرخان مېنه کې پر ایتل مېلمستون د ترهګریز برید د شنډولو پرمهال د ملي پولیسو د دغو لسو تنو منسوبینومېړانه، زړورتیا او فعاله ونډه د درې میاشتو بخششي تنخوا په ورکولو سره وستایله.
وروسته د امنیتي سکتور وزیرانو د هېواد د روان امنیتي وضعیت او په دې هکله چې د هېواد امنیتي ځواکونه د هرې ورځې په تېرېدو سره د عمل نوښت په لاس کې اخلي، راپورونه وړاندې کړل.
د ویډیویي کنفرانس په بله برخه کې امنیتي وضعیت او موجود ګواښونه وڅېړل شول او د سرپل او پروان د ولایتونو د امنیتي وضعیت د ښه والي لپاره وړاندیزونه او تفصیلي بحث وشو.
د ویډیویي کنفرانس په پای کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس یو ځل بیا د دولتي  واکمني او د سولې د ټینګښت په برخه کې د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو سرښندنې وستایلې او په سیمه ییزو پولیسو کې د اصلاحاتو په راوړلو، د ټپیانو د درملنې د سیستم په ښه والي او د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو د ورثه و په پالنه ټینګار وکړ.
ده وویل: د امنیتي سکتور وزیران دې د پوهنې له وزیر سره په ګډه لازمې هڅې وکړي، چې د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د  شهیدانو اولادونو ته د ښوونې او روزنې هر اړخېز امکانات او اسانتیاوې برابرې شي.
همدارنګه د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس د لوژستیکي عینیاتو د وېش د سیستم پر اسانه کولو، په مرکز او ولایتونو کې د وسله وال پوځ د منسوبینو د دوره یي خدمت د اصل په رعایتولواو په روزګان ولایت کې پر وخت د ملي پولیسو د تنخواګانو د ورکولولپاره لازمه لارښوونه وکړه. #

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته