ټولنه

په ننګرهار کې د شهیدانو د کورنیو غړو ته د استوګنې لپاره نمرې ورکول کېږي

جلال اباد/باختر/ د غويي د میاشتې ۲۳ مه
د ننګرهار ولایت د جلال اباد ښار د اتمې ناحیې په بحراباد ښارګوټې کې د شهیدانو د کورنیو غړو ته  د استوګنې لپاره نمرې ورکول کېږي.
ځايي چارواکي وايي چې د نمرو د وېش یاده لړۍ پرون پیل شوې چې په ترڅ کې به یې د ۱۲۴۴ شهیدانو کورنیو ته د استوګنې لپاره نمرې ورکړ شي.
د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل وايي چې، ډير ژر به د روداتو ولسوالۍ په سرخ دیوال سیمه کې هم د پولیسو او شهیدانو کورنیو لپاره د ښارګوټي عملي چارې او د استوګنې د ۲ زره نمرو د وېش لړۍ پيل شي.
والي زیاتوي چې، پر دې سربېره يې د ننګرهار د کانال کارمندانو ته هم ۳۰۰ او په اچين ولسوالۍ کې يې ۷۰ تنو ښوونکو ته د نمرو د ورکړې چارې بشپړ کړې ده.
هغه ډاډ ورکړ چې په ننګرهار کې د ټولو هغو ښارګوټو چې د بېلابېلو لاملونو له امله يې چارې نيمګړې پاتې دي د حل په موخه به يې ګړندي ګامونه پورته کړي.
په همدې حال کې د جلال اباد ښاروال رياض الله درمل وايي چې، په دغه ولایت کې د شهيدانو شویو سرتېرو د کورنیو د غړو شمېر اوو زرو ته رسېږي، چې په نږدې راتلونکې کې به پاتې کسانو ته هم په یو بل ښار ګوټي کې د استوګنې لپاره نمرې ورکړل شي.
اخوا په ننګرهار کې د شهیدانو د اتحاديې مشرمعين خان بيا وايي چې يادو کورنيو د دغو نمرو وېش ته شاوخوا ۱۴ کاله انتظار کړی دی.
دی وايي، د ښارګوټي ځينې نمرې اوس هم د يو شمېر زورواکو له خوا نيول شوي، چې بايد ستونزه يې حل شي .
یوه میرمن چې میړه یې د ملي اردو په لیکو کې شهید شوی که څه هم د دغو نمرو د وېش په لړۍ خوښي ښیي، خو له دولت څخه غوښتنه کوي د شهید شویو سرتېرو د کورنیو غړو ته د معاش اندازه زیاته کړي، ځکه چې اړتیاوې یې زیاتې دي، خو د معاش پیسې کمې دي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته