امنیت

دننګرهار ، پروان او دکاپيسا مسوولينو دامنيتي ستونزو دحل لپاره غونډه وکړه.

کابل – باختر دلړم دمياشتې ٧
دپروان ،کاپيسا او دننګرهار دولايتونو دپوځي او ملکي ادارو مسوولينو نن دپروان ولايت په مرکز کې په يوه ګډه غونډه کې ددغه ولايتونو امنيتي ستونزې او چلنجونه وڅيړل او دچلنجونو او ستونزو د حل کولو په خاطر يې لازم تصميمونه ونيول.
دباختر آژانس دسيمه ييز خبريال دخبرله مخې :   په دې غونډه کې چې دملي دفاع وزارت دځمکنيو قوتونو دقوماندان ډګر جنرال مراد علي مراد ، د پروان دوالي عبدالبصيرسالنګي ، دکاپيسا دوالي محراب الدين صافي ، دامنيې قوماندانانو ، دملي امنيت درييسانو ، دايتلاف دځواکونو دمسوولينو او دافغان امنيتي ځواکونو دخبريالانو او افسرانو په ګډون جوړه شوې وه   دامنيتي چلنجونو ، له ياغۍ طالبانو سره دمبارزې دڅرنګوالي اوښې حکومتوالۍ په باب خبرې وشوې.
دپروان والي دپروان دامنيتي حالت او ددغه ولايت په وړاندې دپرتو چلنجونو ديادونې په ترڅ کې وويل :  چې د پروان ولايت امنيت په غوربند کې دياغيانو ګواښونو ته په پاملرنې ، له جغرافياي پلوه او هم د راتلوونکو انتخاباتو دنيټې له مخې دامنيت دتامينولو په لاره کې جدي پاملرنو ته اړتيا لري.
ده څرګنده کړه دغو ګواښونو ته دنه پاملرنې په صورت کې ښايې ددغو سيموخلک په انتخاباتو کې له ګډون څخه پاتې شي.
دکاپيسا والي ددغه ولايت د ورته امنيتي ستونز يادونه  وکړه او دهغو دلرې کولو لپاره يې خپل  پيشنهادونه  وړاندې کړل.
په دې غونډه کې دپروان امنيه قوماندان دملي پوليسو د برياليتوبونو په باب څرګندونې وکړې او د يوخصوصي ټلويزيون خپرونې چې په هغه کې د دولت بيرغ  او دطالبانو بيرغ څنګ په  څنګ ښودل شوى دي په کلکه  رد کړل .
هغه څه چې په دې تصويري رپوټ کې ديوټلويزيون له خوا خپور شوى دى دطالبانو بيرغ  نه بلکې  په سيمه کې په  يوې اديرې  باندې لګول شوې  ټوټه  وه.
ده زياته کړه  ، ياغۍ طالبانو په غوربند کې ثابت سنګر نه درلود له همدې امله دى چې اوس دغوبند په ولسواليو کې د طالبانو هيڅ بيرغ  نشته.
دننګرهار ،کاپيسا او پروان د ولايتونو امنيه قوماندانانو او دملي امنيت رييسانو هم  په  دې غونډه کې ددغو ولايتونو امنيتي ستونزې طرحه کړې.
په دې غونډه کې دملي دفاع وزارت دځمکنيو قوتونو قوماندان ، دملي اردو دځواکمنتياو ډاډ  ورکړ او د دغو ولايتونو دامنيتي حالاتو دښه والي په مقصد يې ددغو ولايتونو له مشرتابه سره دهمکارى  ژمنه وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته