کابل / دزمري ٨مه / باختر:
يوه پنځه کسيزه ډله وسله وال غله چې له څه مودې راپديخوا يې د کابل په بېلابېلو سيمو کې په وسله والې غلا لاس پورې کاوه نن د کابل د پوليسو له خواونيول شول
د کابل دامنيې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو ويلي دي پوليسو تېرماښام د اوپراتيفي عملياتو په پايله کې له نښتې وروسته يوه ډله غله په داسې حال کې چې دوه تنه يې ټپيان شوي و د څلورمې ناحيې په مربوطاتو کې ونيول .
په خبر کې راغلي دي ، له نيول شويو کسانو يوه تومانچه ، يوه برچه ، يو چاړه اويوکرولا ډوله موټر د پوليسو لاس ته ورغلى دى .
ختم _ شکريه _اکرم
1 د یوې دقیقې څخه لږ