کابل باختر د ثور د مياشتې ١٥ :
د ښځو د چارو وزيرې نن د کورنيو د سلامشورو د مرکز د پرانيستلو لپاره دمزارشريف ښار ته لاړه او په خپلو خبرو کې يې وويل : د ښځودچارو وزارت دهېواد په ټولو ولايتونو کې د ښځو پرخلاف د تاوتريخوالي د له منځه وړلو او کمښت په مقصد پراخ پروګرامونه لري چې له دې جملې څخه د واليانو په مشرۍ او دعامې روغتيا ، کار او ټولنيزو چارو ، د ښځود چارو درياستونو او دامنيه قوماندانيو په غړيتوب د ښځوپرخلاف دتاوتريخوالي د څيړنې او مصوونيت کميټې جوړې کړې دي چې هره مياشت د ښځو قضيې څيړي.
د دې د څرګندونو له مخې : زياتې ميرمنې د ژوندانه د ناخوالــــــو له امله له رواني او کورنيو ستونز سره مخامخې دي چې دغه مرکز کولاې شي دسالمو سلامشورو په ورکولوسره له روحي او رواني او نورو ټولنيزو ستونزو څخه ښځې و ژغوري او د کورنيو د له منځه تللو او د ګډوډيدو مخه ونيسي .
دې زياته کــــړه ؛ سره له دې چې د ښځو د چارو وزارت زيات فعاليتونه تر سره کړي دي خو بيا هم د بد ورکولو ، جبري او په کوچني والي کې ودونه او مردسالاري په ګډون د تاوتريخوالي شتون د هېواد ښځې ګواښوي .
دغه مرکز چې په زرمتره مربع ځمکه کې د مزارشريف ښار د آرياناکارتې په ښځينه بڼ کې د آلمان او ناروې د هېوادونو له خـــوا په يو پوړ کې جوړ شوى دى په ټولو وسايلــــو سمبال دى خو د دغې ودانۍ د لګښت په باب څه نه دي ويل شوي .
0 1 دقیقه لوستل