امنیت

دالقاعده يو غړى ووژل شو

کابل باختر دوږي پنځه ويشتمه
  دالقاعده  يو غړى په افغانستان کې دناټو دپوځيانو  هوايي بريد کې ووژل شول دناټو دغه غړى تقوا نوميده او دچارشنبې په ورځ دپکتيکا ولايت دمټا خان ولسوالۍ په مربوطاتو کې دده په پټنځاى کې دناټو دجنګي  الوتکو په بريد کې و وژل شو .
باختر اژانس ته د ناټو ديوې خبرپاڼې له خولې خبر راکړ چې دالقاعده دغه غړى دافغانستان په ختيځ کې دځينو تروريستي بريدونو رهبري په غاړه لرله .
ناټو وايي چې دالقاعده دغه غړى دغه راز دالقاعده له مشرانو سره په نږدې اړيکه کې و او له پاکستان او له نورو هيوادونو څخه افغانستان ته يې دياغيانو دليږدونې مسووليت هم په غاړه درلود.
ويل کيږي چې دناټو په دغو هوايي بريدونو کې ملکي وګړو ته زيان  نه دي اوښتي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته