دپاکستان داردو يو جګپوړي افسر وويل چې ددغه هيواد داستخباراتو څلور تنه مامورين پرون ددغه هيواد په ختيځ کې دياغيانو په يوه پټنځاى دبريد په بهير کې ووژل شول .
ددغه افسر دڅرګندونو له مخې دغه ياغيان دجګړه مارې ډلې غړي و ، چې له القاعده شبکې سره نږدي پيوند لري .
دپاکستان دپوځي مامورينو د څرګندونو له مخې دغه بريد دجيهلم ناحيې په غونډى کې شوى دى خو دوي په دې اړوند دزياتو جزئياتو له ورکولو څخه ډډه وکړه .