کابل باخترد وري دريمه :
يو وسله وال طالب په لغمان ولايت کې له پوځيانو سره په نښتو کې ووژل شو او درې تنه نور ټپيان شول .
دغه جګړې پرون ناوخته دمهترلام ښار او دعلينګار ولسوالۍ په مربوطاتو کې ونښتې .
د ٢٠١ سيلاب قول اردو يوه قوماندان دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دغو جګړو کې يووسله وال طالب ووژل شو او درې تنه نور ټپيان شول .
ده وويل وسله وال طالبان په تروريستي فعاليتونوبوخت و چې دملي اردو دځواکونو له خوا پرې بريدونه وشول .
ويل کيږي چې په دغو جګړوکې پوځيانو اوملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .
0 د یوې دقیقې څخه لږ