سیاست

احمدنادر نادري داداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو دخپلواک کميسيون درئيس په توګه وټاکل شو

کابل باختر دزمري د مياشتې ٢٠ :
د افغانستان داسلامي جمهوريت د جمهوررئيس محمد اشرف غني  له فرمان سره سم  احمدنادر نادري  دپخوانۍ دندې  او مسووليتونو په ساتنې سره  له  رتبې څخه په بهر بست کې   د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو دخپلواک کميسيون  درئيس په توګه  وټاکل شو.
د جمهور رئيس دوياند دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ : 
په فرمان کې ويل شوي دي چې داړوند چارو  دلاښه تنظيم او سمون  او دپوهو
اشخاصو  له تجربو او علمي زده کړو څخه د استفادې په موخه دپخوانيو مسووليتونو په ساتنې سره  له رتبې څخه  په بهر بست کې  د اداري اصلاحاتو    او ملکي خدمتونو دخپلواک   کميسيون دغړي او رئيس په توګه داحمد نادر نادري ټاکنه منظوره ده .
نادر نادري   دليسانس تر کچې پورې  خپلې زده کړې  دکابل پوهنتون  دحقوقو او سياسي علومو په پوهنځي کې او د ماسترۍ ترکچې پورې لوړې زده کړې دنړيوالو اړيکو په څانګه کې په جورج واشنګټن پوهنتون کې پاى ته ورسولې .
ده د رهبرۍ  تخصصي زده کړې دامريکا دمتحده ايالاتو دهاروارد پوهنتون په  کندي فاکولته کې ترسره کړې  دي.
ده سر بيره پردې چې په  ٢٠٠١ ميلادي  کال کې  دملګرو ملتو دسازمان دسولې په هغو خبرو کې  چې دافغانستان لپاره  دالمان په بن  ښارکې  ترسره شوې  د فعالو افغان ځوانانو داستازي په توګه  برخه لرله .
دبيړنۍ لويې جرګې دخپلواک کميسيون دوياند په توګه   او له هغه وروسته  په هغې بيړنۍ لويه جرګه کې چې  په  ٢٠٠٢ ميلادي کال کې يې  د انتقالي دولت  رئيس انتخاب کړ ، دمدني ټولنې دمنتخب استازي په توګه دنده ترسره کړې ده
دده له ډيرو مهو دندو اومسووليتونو څخه کولاى شو په افغانستان کې  دبشردحقوقو دکميسيون کميشنرۍ ته اشاره وکړو.
هغه نور فعاليتونه او مسووليتونه چې ده  په غاړه اخيستي دي  کولاى شو ددغو مواردو يادونه وکړو.
_ د دريو کلونو لپاره  دنړۍ  په اقتصادي ټولنه کې  د لړځنده دولتونو لپاره  دنړيوالې اجندا دشورا غړى .
_  دڅه دپاسه يو کال لپاره  له ٢٠١٢ ميلادي کال څخه  دليبيا  دانتقالي دولت سلاکار .
_  د ليبيا لپاره د قانون دواکمنۍ او دعدلي  چارو لپاره   دنړيوال مشورتي هيئت  دماموريت رئيس .
_ دافغانستان دتحقيق  او څيړنې د واحد بنسټ  رئيس .
_  دبشر دحقوقو  دنړيوالو حقوقو  دډلې په نامه  دبنسټ رئيس .
_ د نادري  زياتې مقالې په  معتبرو نړيوالو خپرونو کې خپرې شوې دي او يو
زيات شمير نړيوالې جايزې يې ترلاسه کړي دي  او په پښتو ، درې  ، بلوچي  او
انګليسي  ژبو خبرې کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته