امنیت

د قندهار_ ترينکوټ دلويې لارې دپاکولو په عملياتو کې اتلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول .

کابل باختر د ثور شپږ ويشتمه :
په قندهار ولايت کې دشفق دګډو چاڼيزو عملياتو په بهير کې اتلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول او شل تنه نور ټپيان شول .
دقندهار دوالي وياند صميم خپلواک دباختراژانس  خبريال ته وويل دغه عمليات دافغان ګډو ځواکونوله خوا دقندهار _ ترينکوټ دلويې لارې دپاکولو په موخه دقندهار ولايت دشاه ولي کوټ ولسوالۍ په البک ساحه کې ترسره شول چې له امله يې اتلس تنه وسله وال طالبان  ووژل شول او شل تنه نور ټپيان شول .
دغه عمليات دقندهار _ ترينکوټ دلويې لارې دبشپړ پاکولو په موخه چې دخلکو دشکايتونوله مخې له هغې ساحې څخه ترسره شول چې وسله وال طالبان دسيمې دخلکو دځورونې  سبب کيدل .
په دغو عملياتو کې دوسايطو ضد شل ماينونه هم په عملياتو کې دشاملو ځواکونوله خوا کشف او دانجنيرۍ  ټيم په مرسته شنډ کړى شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته