سیاست

دسرحدونو او قبايلو دچارو وزارت فني معين معرفي شو

کابل باختر دتلي ٢٠
ننګيالي قلات وال چې نوى دسرحدونو او قبايلو دچارو دوزارت دفني اومسلکي معين په توګه  ټاکل شوي ددغه وزارت کارکوونکو ته معرفي شو .
په هغې غونډه کې چې له همدې امله  جوړه شوې وه  دترانسپورت او دملکي هوايي چلند وزير داود علي نجفي او دمهاجرينو دراستنولو دچارو وزير جماهير انوري او ددغه وزارت معينانو اورييسانو ،دچارو داداري او دوزيرانو شورا دلوى رياست  دشوراګانو او قبايلو رييس اجمل وزيري او دملي شورا يو شمير استازو ګډون کړي و .
  دترانسپورت وزير داود علي نجفي  دقلات وال دټاکنې له امله مبارکي وويله . وروسته  دسرحدونو او قبايلو دچارو وزارت سياسي معين اوسرپرست  عبدالمالک صديقي  په خپلو خبرو کې وويل :  ټاکنه او تبديلي يومعمولي موضوع ده که چيري  دغه بدلونونه دکاري ښه والي لپاره وشي ډير ګټور دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته