امنیت

په هرات کې څلور تنه ملکي وګړي شهيدان شول

کابل باختر دمرغومي ۱ نېته
د هرات ولايت د چشت شريف ولسوالۍ څلور تنه اوسيدونکي پرون له غرمې مخکې د هاوان د سرګلولې د چاودنې له امله شهيدان شول .
دغه کسان پرون کله چې په خپلو کرنيزو ځمکو کې په کاربو خت وو، د هاوان د سرګلولې د چاودنې له امله چې له پخوا په دې سيمه کې پاتې وه، شهيدان شول او درې تنه نور ټپيان شول .
کروندګرو دغه سرګلوله، له ليدو وروسته اور ته نږدې ځای کې ښخ کړې وه چې له بده مرغه چاودنه وکړه.
د هرات ولايت مرستيال او سرپرست محی الدين نوري د قربانيانو له کورنيو سره د غمشريکۍ په ترڅ کې، د چشت شريف ولسوالۍ مسوولينو ته لارښوونه کړې ده چې د ټپيانو د درملنې په خاطر جدي اقدام وکړي .
د دغې چاودنې ټول قربانيان او ټپيان ملکي کسان او د اصلي سيمې اوسيدونکي دي .
  ختم_ شکريه _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته